Close Menu
    What's Hot

    د نیویارک ښار روغتیایی چارواکي د یانکي سټیډیم کولنګ برج کې د لیجیونیلا احتمالي خطر پیژني

    سپتمبر 16, 2026

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    کور » د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي
    PR Newswire

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026
    Facebook Twitter Pinterest Reddit Telegram LinkedIn Tumblr VKontakte WhatsApp Email

    نوی پلټفورم به د Momentus د مصنوعي ځیرکتیا محصولاتو مخ پر ودې ټولګه په خپل ځان کې ځای پر ځای کړي او وروستۍ ځل لپاره خپرول، د ځایونو د پلور ټیمونو لپاره د احتمالي پېرېدونکو درجه‌بندي، د کالیزې اړوند پرېکړې او د وړاندیزونو جوړول په خپل کاره ډول ترسره کوي.

    AUSTIN, Texas، د 2026 د سپټمبر 15 مه /PRNewswire/ — Momentus Technologies، د ځایونو او پېښو د مدیریت په برخه کې نړیوال مخکښ شرکت دی، چې په ټوله نړۍ کې له 4,000 څخه زیاتو ځایونو کې فعالیت ترسره کوي، نن یې د MAX for Sales عمومي شتون اعلان کړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د پيرودونکي د مدیریت وسیله (AI-native CRM) ده او د عوایدو د همغږۍ او خپل کاره کولو څخه ملاتړ کوي. دا خپرول د MomentusMAX د پیل نښه ده، چې نوی پلټفورم دی او د مصنوعي ځیرکتیا د محصولاتو مخ پر ودې ټولګه به پکې ځای پر ځای شي او MAX for Sales یې وروستی وړاندې شوی محصول دی.

    د ځایونو د پلور ټیمونه د خپلې اونۍ تر 70 سلنې پورې وخت د پلور پر ځای په اداري کارونو تېروي، لکه په لاسي ډول د احتمالي پېرېدونکو اړوند د لومړیتوب ټاکل، په څو ځایونو کې د کالیزو کتنه او د هرې پوښتنې لپاره له سره د وړاندیزونو جوړول. د دې اضافي اداري کارونو لګښت په چټکۍ سره ډېرېږي، ځکه چې تر 50 سلنې پورې وړاندیز شوي وړاندیزونه (RFP) لومړي هغه ځای ته ورکول کېږي چې ځواب ورکړي او په ټول صنعت کې د ټولو موجودو ځایونو نږدې نیمایي ورځې له ریزرف پرته پاتې کېږي.

    MAX for Sales د ځای د پلور د شته ټیم ترڅنګ د Momentus پلټفورم دننه کار کوي تر څو دا دندې په غوره ډول ترسره کړي، چې پر درېیو اساسي ماشینونو ولاړ دي:

    • مخکښ انجن – هره ترلاسه کېدونکې پوښتنه په خپل کاره توګه ثبتوي، تکراري موارد ترې لرې کوي او درجه‌بندي کوي یې، تر څو د پلور استازي تر ټولو لوړ ارزښت لرونکي فرصتونه لومړی وویني، نه دا چې یوازې هغه فرصتونه لومړی وویني چې تر ټولو ډېر پام ځان ته اړوي.
    • د کالیزې پر بنسټ انجن – د ریزرف کولو اړوند شخړې حل کوي او د عوایدو د واقعي معلوماتو پر بنسټ د شخصي اټکل پرته د تر ټولو لوړ ارزښت لرونکي موقتي ساتنې وړاندیز کوي.
    • د عوایدو انجن – یوازې د خونې نه، بلکې بشپړ وړاندیزونه جوړوي چې اضافي خرڅلاو او اټکل شوې ګټه پکې شامله وي.

    له پوښتنې څخه تر وړاندیز پورې، MAX for Sales اداري کارونه ترسره کوي، تر څو د پلور ټیمونه وکولای شي د هر وړاندیز اړوند د وروستۍ پرېکړې په ترسره کولو باندې تمرکز وکړي.

    “عمومي مصنوعي ځیرکتیا ستاسو ځای، ستاسو فضاوې یا ستاسو متقاضیان نه پېژني. د Momentus Technologies د محصولاتو مشر، وویل: همدا تشه د دې اصلي لامل ده چې عمومي مصنوعي ځیرکتیا تر اوسه د پېښو د ورځني پلور په کار کې ریښتینی ارزښت نه دی وړاندې کړی، Alex Griffis”.  “موږ MAX for Sales د یوه ځای د خپلو معلوماتو پر بنسټ د یوه لیکلي پوړ په توګه جوړ کړی دی، تر څو په رښتیا یوازې په عمومي سوداګرۍ نه، بلکې د هغوی پر سوداګرۍ پوه شي.”

    MomentusMAX به د راتلونکي کال په اوږدو کې پراختیا ومومي، چې پکې به MAX for Events شامل وي، چې پر پلان جوړونې او د پېښې د ورځې د عملیاتي چارو پر پلي کولو تمرکز کوي او MAX for Finance، چې د عوایدو د ثبت، د لګښتونو د بسپنې کولو او وړاندوینې په برخو کې به تمرکز ولري، چې په دې سره به د ځای د ټولې کاري دورې لپاره له احتمالي پیرودونکي څخه تر بل پورې همدا ځانګړې طرحه وغځول شي.

    “کله چې د لومړي ځل لپاره مصنوعي ځیرکتیا د راڅرګنده شو، هر څوک یې په اړه ډېر محتاط وو، خو زه ټکنالوژي د دې لپاره یوه وسیله ګڼم چې له ما سره زما د دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړي، نه دا چې زما دنده واخلي. Gary Firlit، دFloreano Convention Center د سوداګریزو تحلیلونو رییس، وویل: دا ډېره په زړه پورې ده ځکه چې Momentus زموږ په څېر د پېښو د مدیریت متقاضیانو اړتیاوې ارزوي او د MAX for Sales په څېر داسې وسایل جوړوي چې موږ ته اجازه راکوي خپلې دندې په لا اغېزناکه او غوره توګه ترسره کړو”.

    MAX for Sales اوس د دواړو د Momentus شرکتعادي او ځانګړو پيرودونکو لپاره د لاسرسي وړ دی. لا زیات معلومات په gomomentus.com/max-for-salesپته کې د لاسرسي وړ دي

    د Momentus Technologies په اړه

    Momentus Technologies د صنعت په کچه د پېښو او ځایونو د مدیریت د مخکښو سافټویرونو یو نړیوال وړاندې کوونکی شرکت دی، چې ادارې یې په مرسته کولای شي تر څو فوق‌العاده شېبې رامنځته کړي. له 57 څخه په زیاتو هېوادونو کې د 90,000 څخه د زیاتو کاروونکو په لرلو سره، Momentus د کنفرانسونو او نندارتونونو مرکزونو، سوداګریزو نندارتونونو، لوړو زده‌کړو، سوداګریزو ځایونو، لوبغالو او ورزشي میدانونو، د هنر او کلتور مرکزونو او نورو ورته ځایونو اړتیاوې پوره کوي. د دې شرکت پیاوړی او د کارولو لپاره اسانه پلټفورم، د ځیرکو، معلوماتو پر بنسټ حل‌لارو او بې‌ساري تخصص ترڅنګ، پېرودونکو ته د تېرو، اوسنیو او راتلونکو پېښو د عملیاتو هر اړخیز لید وړاندې کوي، تر څو له پیل څخه تر پایه لید زیات کړي، موثریت غوره کړي او سوداګریزې موخې ترلاسه کړي. په تېرو درېیو کلونو کې، Momentus په مصنوعي ځیرکتیا، cloud زېربناوو او د ایکوسیستم په شراکتونو کې د پام وړ پانګونه کړې ده، چې په هغوی کې د Ask Mo، Momentus Analytics او Smart Imports وړاندې کول هم شامل دي، تر څو د ځایونو او پېښو د مدیریت په موخه د راتلونکي نسل لپاره هوښیار عملیاتي پلټفورم رامنځته کړي. Momentus په 1985 کال کې تأسیس شوی دی او مرکزي دفتر یې په متحده ایالاتو کې دی او کارکوونکي یې په ټوله نړۍ کې فعالیت کوي. د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره gomomentus.comته مراجعه وکړئ.

    د رسنیو اړیکې

    Liz Bernardo, SVP، دMomentus Technologies د بازارموندنې برخه، liz.bernardo@gomomentus.com

    مربوطه لیکنې

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026

    :Xinhua Silk Road د افریقا د ځوانانو د رسنیو پلاوي د چین په مرکزي هونان ولایت کې د چین او افریقا د همکارۍ نوې لارې چارې لټوي

    اگست 22, 2026

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د نیویارک ښار روغتیایی چارواکي د یانکي سټیډیم کولنګ برج کې د لیجیونیلا احتمالي خطر پیژني

    سپتمبر 16, 2026

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026
    © 2023 Zalmi Pashtun | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.