Close Menu
    What's Hot

    په پاکستان کې د خوراکي توکو او تعلیمي تشو د دوام له امله انفلاسیون لوړ شوی دی

    سپتمبر 15, 2026

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    نیپال د سیلابونو د بیارغونې لپاره ۴.۷۸ ملیارد ډالر اټکل کړي دي

    سپتمبر 14, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    کور » “په شانګهای کې د لاسي صنایعو د هنرمندانو” مستند فلم په یوټیوب کې له 1 ملیون ځله څخه ډېر کتل شوی دی
    PR Newswire

    “په شانګهای کې د لاسي صنایعو د هنرمندانو” مستند فلم په یوټیوب کې له 1 ملیون ځله څخه ډېر کتل شوی دی

    دسمبر 6, 2023
    Facebook Twitter Pinterest Reddit Telegram LinkedIn Tumblr VKontakte WhatsApp Email

    شانګهای، ډسېمبر 5، 2023 /PRNewswire/ — “په شانګهای کې د لاسي صنایعو د هنرمندانو” په اړه د مستند فلم چې د شانګهای د مهارتونو او ډیزان د اکاډمۍ (SADA) له خوا جوړ شوی، په اوکتوبر میاشت کې د دې فلم د نشر راهيسې چې په 8 برخو کې خپور شوی دی تر 1 ملیون ځله ډېر کتل شوی دی.

    د SADA ښوونکو شپږ کاله د زده کوونکو په رهبرۍ او لارښوونه لګولي دي ترڅو د غیر ملموس کلتوري میراث د بیان په اړه مستند فلم جوړ او تولید کړي او همدارنګه په دغه مستند فلم کې دا څرګنده کړي چې عصري تکنالوژي څنګه د چین په دودیز لاسي صنعت باندې له مختلفو اړونو څخه اغېز وکړي.

    “په شانګهای کې د لاسي صنایعو هنرمندان” تر عنوان لاندي د مستند فلم برخه: “د شنه کاڼي حکاکي” د SADA د شنو کاڼو د حکاکۍ د پروفیسور ژاو پيچېنګ څېره نندارې ته وړاندې کوي، او بشپړه پروسه چې نوموړی څنګه په شنو کاڼو او ډیزاینونو پسې ګرځي، او دا چې څنګه له خپلو په زړه پورې مهارتونو څخه په استفادې سره شنه کاڼی حکاکي کوي، بیانوي.

    “ّپه شانګهای کې د لاسي صنایعو هنرمندان” تر عنوان لاندې د مستند فلم په برخه کې د هان تیانګهېنګ د هنري موزیم د مشر هان هویژي څېره په شنه کاڼي کې حک شوې ده: د جوهرو پر تخته باندې حکاکي، “کومه چي د ده په تعقیبولو سره چې مواد انتخاب”، ډیزان، جوړ او د جوهرو تخته نندارې ته وړاندې کوي، دا نظریه وړاندې کوي چې “د نن ورځې صنایع د سبا ورځې نندارتون دی.”

    له هغه ځایه چې تکنالوژي په دغه ډيجيټلي عصر کې په لوړه کچه په دودیزه چینايي صنعت باندې اغېز کوي، دغه مستند فلم “ّپه شانګهای کې د لاسي صنایعو هنرمندان: ډیجيټلي غبرګوني” تر عنوان لاندې برخه کې همدارنګه په دې باندې تمرکز کوي چې تنکالوژي څنګه په لاسي صنایعو باندې اغېز کوي یا حتی پیاوړتیا ورکوي. د مستند فلم د تولید ټیم د SADA د شنو کاڼو د حکاکۍ له مدير وانګ کایون او د غیر ملموسو میراثونو د ډیجيټلي ذخیرې او کلتوري ارتباطاتو له مرکز څخه له ژو هاو سره مرکې ترسره کړې دي او دا یې څرګنده کړې ده چې د شنو کاڼو د حکاکۍ صنایع څنګه له عصري ډیجيټلي تکنالوژۍ سره په ټکر کې دی.

    لاسی صنعت یوه له هغو لارو څخه ده چې د یوه ملت تاریخ او کلتور سره نښلوي. موږ ویاړو چې دغه مستند فلم د هغو مخاطبینو لپاره وړاندې کوو چې په ټوله نړۍ کې له دودیزه لاسي صنعت سره مينه لري، او موږ هیله لرو له ډېرو خلکو سره مرسته وکړو ترڅو هغه دودیز چینايي هنرمندان وپېژني او له هغوی سره وصل شي چې د وخت په تېرېدو سره یې خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکړې ده او چینايي کتلور جذابیت یې ستایلی دی، د دغو مستندو فلمونو د لرۍ ډایرکټر لېنګ یېنګ وویل.

    دغه مستند فلم د شانګهای په ټلویزیون او د چین په تعلیمي ټلویزیون کې خپور شوی، او همدارنګه د سپتمبر په میاشت کې د 2023 د شانګهای تعلیمي نندارتون او د اکتوبر په میاشت کې په براستیسلاوا کې د سلواک په ملي موزیم کې د “شانګهای هنرونه او لاسي صنایع: د شانګهای د غیر ملموس کلتوري میراث په نندارتون” کې چې د چين د دوديزو هنرونو د نړيوال سيلانيز نندارتون يوه برخه وه، نندارې ته وړاندې شوی دی.

    د چین د دودیزو هنرونو د په زړه پورې نړۍ د لیدو لپاره، مهرباني وکړئ YouTube@CraftArtistsinShanghai تعقیب کړئ.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2288206/1.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2288205/2.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2288204/3.jpg

    اړیکه: جویي ژانګ ‎(Joye Zhang)‏، joyezhang7@126.com

    مربوطه لیکنې

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026

    :Xinhua Silk Road د افریقا د ځوانانو د رسنیو پلاوي د چین په مرکزي هونان ولایت کې د چین او افریقا د همکارۍ نوې لارې چارې لټوي

    اگست 22, 2026

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026
    تازه ترین خبرونه

    په پاکستان کې د خوراکي توکو او تعلیمي تشو د دوام له امله انفلاسیون لوړ شوی دی

    سپتمبر 15, 2026

    نیپال د سیلابونو د بیارغونې لپاره ۴.۷۸ ملیارد ډالر اټکل کړي دي

    سپتمبر 14, 2026

    د متحده عربي اماراتو او هند اقتصادي او ستراتیژیکې ښکیلتیا په مهمو سکتورونو کې وده کوي

    سپتمبر 14, 2026
    © 2023 Zalmi Pashtun | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.