Close Menu
    What's Hot

    د متحده عربي اماراتو او موریتانیا ولسمشرانو دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړې

    اپریل 27, 2026

    د متحده عربي اماراتو منځګړیتوب د روسیې او اوکراین سره د ۳۸۶ بندیانو په تبادله کې مرسته وکړه

    اپریل 25, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Zalmi PashtunZalmi Pashtun
    کور » په چونګ کېنګ کې د مهارتونو د سیالۍ غوړېدا
    PR Newswire

    په چونګ کېنګ کې د مهارتونو د سیالۍ غوړېدا

    جون 26, 2024
    Facebook Twitter Pinterest Reddit Telegram LinkedIn Tumblr VKontakte WhatsApp Email

    بيجېنګ، جون 26، 2024 / PRNewswire/ — له چاینا ډېلي څخه ترلاسه شوی راپور:

    The second Belt and Road International Skills Competition holds its opening ceremony on Monday evening.

    د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ګډونوالو د یوه کمربند او يوې لارې د مهارتونو په دوهمه نړيواله سيالۍ کې چې له دوشنبې څخه تر چهارشنبه پورې د چين په جنوب لويديځ په چونګ کېنګ کې تر سره شوه، خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

    18 ګټګورۍ سیالۍ شتون لري چې د دې سیالیو 11 مورده د WorldSkills برخه هم دي، چې د مسلکي زده کړو او مهارتونو د لوړې کچې پېښه ګڼل کېږي. په دغه کټګوریو کې ډیجيټلي رغونه، برېښنايي تجهیزات، د معلوماتو د شبکې غځونه او د وېښتانو اصلاح او سینګار شاملېږي.

    په پاتې اوو کټګوریو کې د موټرو تکنالوژي (نوې انرژي)، د رېلګاډو د سېګنال د کنټرول تکنالوژي، د بې پیلوټه الوتونکو نقلیه وسایطو (UAV)  ترمیم، د صنعتي روباټونو د سیستم عملیات، د شیانو د انټرنېټ (IoT) نصب او کړاو له منځنه وړنه، د کافي جوړول او انټرنېټي بازاموندنه شاملېږي.

    دغې سیالۍ د نړۍ په کچه د هیوادونو او سیمو پراخه پاملرنه او فعاله برخه اخیستې جلب کړې ده. د لومړۍ غونډې په پرتله چې په 2019 کې په چونګ کېنګ کې ترسره شوه، دغه سیالي د پراخه ځانګړتیاوو، لوړې کچې، پراخ نفوذ او بډايه فعالیتونو لرونکې ده.

    د شمېرو له مخې، په دغه سیالۍ کې له 61 هیوادونو او سیمو څخه د 190 سیالانو، 183 قاضیانو، او 30 ژباړونکو په ګډون 590 ماهرو کسانو برخه اخیستې وه او له یادې پېښې څخه یې زده کړه ترلاسه کړه. دغې سیالۍ ته ذیدخلو هېوادونو د وزيرانو په کچه چارواکي او تخنيکي څارونکي ولېږل چې له سيالۍ څخه لیدنه او زده کړه وکړي.

    د الکترونيکي وسایلو د نصب او د موټرو په تکنالوژۍ (نوې انرژي) کې ټول ګډونوال نارینه وو، په داسې حال کې د سینګار او ښکلا د درملنې د مهارتونو ټولې ګډونوالې ښځې وې، چې د ښځو د ګډون کچه د وېښتو د اصلاح او سینګار په برخه کې له دوه پر درې برخو لوړه وه.

    د عمر له اړخه، د سیالۍ کوونکو اوسط عمر 22 و چې له 30 کلونو څخه کم عمره برخه اخیستونکو د مجموعي ګډونوالو 95 سلنه جوړوله، او له 20 کلونو څخه کم عمره ګډونوالو له 40 سلنې څخه زیات وو. ترټولو ځوان ګډون کوونکی 15 کلن دی چې د صنعتي روباټ د سیسټم په عملیاتي برخه کې یې ګډون کړی و.

    د پرانېستې غونډه د دوشنبه ورځې ماښام ترسره شوه، چې ورپسې په سه شنبه او چهار شنبه سیالۍ ترسره شوې، او د اختتامیې غونډه به د چهارشنبه په ورځ ترسره شي چې ګډونکو ته به ډالۍ هم ورکړل شي.

    د سیالۍ له 18 رسمي کټګوریو سربېره به د بحث، ښاري سفرونو، د ګډون کوونکو ټیمونو لپاره د لیدنو او تبادلو او نندارتونونو په څېر فعالیتونه هم شتون ولري ترڅو ګدې همکارۍ، د هوکړه لیکونو لاسلیکول، او د اړونده پایلو سوداګریز کول پراختیا ومومي، او هڅه وشي چې دغه سیالي له ځانګړتیاوو، تجربو او تعاملاتو سره د مهارتونو د موضوع “کارنیوال” وګرځي.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2447300/The_second_Belt_and_Road_International_Skills_Competition_holds_its_opening_ceremony_on_Monday_eveni.jpg

    اړیکه: چوان ما، machuan@chinadaily.com.cn

    مربوطه لیکنې

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026

    CBD ګوانګجو 2026 به د جولای په میاشت کې د ګلوبل بلډنګ ډيکوريشن او سمارټ کور د پرمختګ ننداره وکړي

    اپریل 14, 2026

    د طبي انځورګرۍ اصلي برخود محدوديت ماتول: VITAL MedTech د CMEF 2026 کې له موادو تر طبي سیسټمونو پوري خپل بشپړ یوځای شوی تولیدي بهیر حل وړاندې کړ

    اپریل 14, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د متحده عربي اماراتو او موریتانیا ولسمشرانو دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړې

    اپریل 27, 2026

    د متحده عربي اماراتو منځګړیتوب د روسیې او اوکراین سره د ۳۸۶ بندیانو په تبادله کې مرسته وکړه

    اپریل 25, 2026

    سوریې ته د نړیوال بانک د اوبو روغتیا لپاره ۲۲۵ میلیونه ډالر مرسته وشوه

    اپریل 24, 2026
    © 2023 Zalmi Pashtun | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.